د میدان وردکو ولایت په زندان کې د نظامي پرسونل لپاره د سواد زده کړې (۹) میاشتنی کورس پیل شو

news_admin
Sun, Sep 21 2025 2:24 PM
ولایتی

د یاد ولایت د زندان آمر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" د زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او د کورس ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د دغه فرصت څخه ګټه پورته او د یو لوستي وګړي په توګه خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځي.

د نوموړي زندان د مسوولینو په وینا، د زندان هغه پرسونل چې تر دې  وړاندې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړو ته لاسرسی نه درلود او یا ترې نیمګړې ياتې شوې وې، اوس به د دې کورس پر مټ خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او خپل هېواد او ملت ته به د ښه خدمت جوګه شي.

دغه کورس چې یاد ولایت د معارف ریاست له لورې او د زندان په همکارۍ په لاره اچول شوی، د نوموړي زندان  (۳۰) تنو نظامي پرسونل به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او بشپړېدو سره به فارغانو ته د دریم او شپږم ټولګي سندونه ورکړل شي.

 

ربیع الاول ۲۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS