ولایتي خبرونه( بامیان، میدان وردګ) د بامیانو ولایت زندان د ښځینه بلاک رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

news_admin
Sun, Sep 14 2025 2:50 PM
ولایتی

د دې ولایت د زندان په انګړ کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو په همکارۍ د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له لورې د نوموړي زندان بلاک رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړي ولایت د زندان د مسوولینو په خبره په دغه بلاک کې ښځینه محبوسینو لپاره د ګرمو اوبو، سولري برېښنا او ګڼې نورې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

مسوولین زیاتوي چې د پایوازانو لپاره د تم ځای جوړولو چارې تر ډیره بشپړې شوې او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي.

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګو ولایت زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د نظامي چارو معاونیت حقوقي سلاکار محترم حاجي عربستان، د پلان او اوپراسیون عمومي مدیر محترم مولوي شاه محمد "مفکر"، د نوموړي ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" او یو شمېر نور سیمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي فضل الرحمن "زاهدي" د نوموړي ولایت د زندان نوي نظامي مدیر په توګه پرسونل ته معرفي کړ.

داراز، مسوولینو په خپلو خبرو کې زیاته کړله، په ادارو کې تغییر او تبدیل د نظام یو مهم اصل دی او د چارو د لاپیاوړتیا په موخه ترسره کیږي.

همداشان، مسوولینو د نوموړي زندان له پرسونل څخه غوښتنه وکړله چې له نوي امر سره د کار په برخه کې بشپړه همکاري او همغږي ولري.

په پای کې، محترم مولوي زاهدي ژمنه وکړله، چې دغه دروند مسوولیت به په ریښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره او د خپلو مشرانو لارښوونې به په بشپړ ډول عملي کوي او د زندان چارو د لا ښه والي لپاره به هڅې روانې وساتي.

 

ربیع الاول ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS