د زندانونو چارو د سمون ادارې د فقهي او عقیدتي درسونو (۶) میاشتینۍ دوره، له ګډونوالو څخه د ازموینې په اخیستو پای ته ورسېده

news_admin
Wed, Sep 10 2025 2:29 PM
امتحان

دغه دوره، چې د ا.ا.ا. د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د نصاب سره سم او د نوموړې ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په هڅو (۶) میاشتې مخکې پیل او شاوخوا (۷) سوه ملکي او نظامي پرسونل په کې برخه اخیستې وه، نن (چهار شنبې) یې له ګډونوالو څخه پرې د پوهېدنې د ارزونې په موخه ازموینه واخیسته او پای ته ورسېده.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت ریاست مسوولینو دا ازموینه د پرسونل د پوهې د کچې معلومولو، د نیمګړتیا په صورت کې د دې بهیر د لا غښتلي کولو او په دې ترڅ کې د لانورو ګټورو پروګرامونو د عملي کولو په موخه اړینه وبلله او زیاته يې کړله، « که حقیقت ووایو د درسونو په دې دوره کې چې هر سهار به د ادارې د ګارنېزیون د انګړ دننه جوماتونو کې له (۱۵) دقیقو تر نیم ساعت پورې به یې دوام درلود، د دې ادارې پرسونل په کې په ډېرې ښې لېوالتیا برخه اخیسته او موږ ډاډه یوو، چې مثبته پایله به ولري».

بلخوا، یو شمېر ګډونوالو وویل، په دې دوره کې یې ترلاسه کړی دیني پوهاوی له خپلو کورنیو سره شریک کړی دی.

داراز، د یو شمېر نورو ګډونوالو په وینا، دوی له ترلاسه کړو فقهي او عقدیتي درسونو څخه د زندانیانو د اصلاح او بیا روزنې په برخه کې ګټه اخیستې ده.

د یادونې وړ ده، چې د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو خپل ملکي او نظامي پرسونل لپاره د دیني او عصری علومو د زده کولو بېلابېل پروګرامونه عملي کړي.

 

ربېع الاول ۱۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS