د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د زندانونو چارو سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په ګډه همکارۍ د میدان وردګ ولایت په زندان کې د دوو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ وشوه

news_admin
Wed, Aug 13 2025 2:06 PM
میدان ورک

دغه سیالۍ چې د میدان وردګ ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت او د زندان د والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وه، د یاد ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت د والیبال د لوبډلې بریا سره پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" په داسې حال کې، چې د نوموړي زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" او یو شمېر سیمه یيزو مسوولینو شتون درلود، وویل چې د دې سیالیو څخه یې موخه د ادارو ترمنځ د همغږۍ  یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي.

محترم مولوي ناصري زیاته کړله، یاده اداره تل هڅه کوي چې زندانیان له زنداني چاپیریال څخه را وباسي او ټولنې سره یې یوځای کړي، څو له خپلو جرمي او ناروا کړنو پښیمانه او د یو اصلاح شوي شخص په توګه له بند څخه د تر ازادیدو وروسته یو نوی ژوند پیل کړي.

په ورته وخت کې، د میدان وردګ ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

صفر المظفر ۱۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست    

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS