د پکتیکا ولایت د توقیفخونو د مرستیالانو او اداري مسوولینو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځینی سمینار پای ته ورسېده

news_admin
Mon, Aug 11 2025 3:06 PM
پکتیکا

د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، دې ولایت د (۱۴)ولسوالیو د توقیفخونو  مرستیالانو او اداري مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه اداري چارو، د توقیفیانو د دوسیو څېړلو او د هغوی ستونزو ته په وخت رسېدنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.  

همدا شان، د سمینار ګډونوالو د خوښۍ په څرګندولو سره دا ډول سمینارونو جوړول ګټور یاد کړل او یاد زندان مسوولینو څخه يې د ورته نورو برنامو پر جوړولو ټینګار وکړ.

 

صفر المضفر ۱۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS