د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د دې ادارې د مرکز کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه د (۱۵) ورځیني سمینار له بهیره لیدنه وکړله

news_admin
Tue, Jul 29 2025 2:51 PM
نظامی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج پاسوال اسدالله "مولانا" د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او د مرکز او ولایتونو یو شمېر رئیسانو، امرینو او د نظامي برخې مسوولینو شتون درلود، سمینار له بهیره د لیدنې پرمهال ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل؛ نوموړې اداره تل هڅه کوي، چې د زندانونو مسوولین او نظامي پرسونل په مسلکي توګه وروزي څو چارو او ستونزو ته پر وخت او ښه توګه رسیدنه وشي.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د سمینار ګډونوالو ته په خپلو خبر وویل: « له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په ګټې اخیستنې زندانیانو سره ښه چلند، نېک اخلاق، صبر او استقامت څخه کار واخلئ او د هغوي په ذهنیت کار وکړئ څو دا دې سبب شي چې هغوی خپلو له تیرو ناروا کړنو پېښمانه او راتلونکې کې د یو عالم، حافظ، ښوونکي او ګټور وګړي په توګه کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي».

د یادونې وړ بولو، چې دغه سمینار به پنځلس ورځې دوام وکړي او د نوموړې ادارې اړوند مرکزي ریاستونه به په خپل وار سره خپلې کړنې او تجربې له ګډونوالو سره شریکې او په دې برخه کې به هراړخیز معلومات وړاندي کړي.

 

صفر المظفر ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS