د زندانونو چارو د سمون ادارې له کرنیزو ځمکو څخه د کدوګک شاوخوا (۱۰۰۰) کیلو ګرامه حاصلات راټول شول

news_admin
Tue, Jun 17 2025 3:23 PM
زراعتی

یادې ادارې زندانیانو ته د دیني او عصري علومو، کسب زده کړې او ورزش ترڅنګ، د کرکېلې د ښې زمینې برابرولو او پرې د هغوی د بوختولو له امله (۲) میاشتې وړاندې د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ کې د دوی په لاسونو پر دوه جریبه ځمکه د کدوګک تخم کرلی و، چې نن(سې شنبې) د لومړي پړاو له مخې د همدې زندانیانو له خوا شاوخوا (۱۰۰۰) کیلو ګرامه حاصلات راټولو شول.

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین وايي، تر دې راورسته پړاوونو کې به د کدوګک دا بوټي تر دې هم زیات حاصلات ورکړي.

د مسوولینو په خبره، له دې کرنیزو محصولاتو به بېرته د اړوندو مسوولینو له خوا د زندانیانو د تغذیې لپاره ګټه اخیستل کېږي.

د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون اداره یوه خدماتي اداره ده چې زندانیانو ته به د کرنې په برخه کې نور ښه مهارتونه هم ورزده کوي، څو دوی هم د بند په موده کې او هم تر ازادېدو وروسته له اقتصادي او مالي ګټو څخه یې برخمن شي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS