د لغمان ولایت د زندان (۱۴۴) تنه زندانيان د عفوې او تخفیف څخه برخمن شول

news_admin
Tue, Jun 03 2025 3:09 PM
ولایتی

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د حکم او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د یاد ولایت د زندان (۹۱) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۵۳) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل شو.

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې، د لغمان والي شېخ شېراحمد "حقاني"، د یاد ولایت د استنیاف محکمې رئیس، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله صدیقي، د دغې ادارې د عفوي او تخفيف د فرمانونو د پلي کولو امر محترم مولوي شهیداللّٰه "خالد" او د دغه ولایت د سیمه ییزو مسوولینو ګډون درلود، په خپله وینا کې وويل: د اسلامي امارت راتګ سره اوس د نوموړې ادارې تر چتر لاندې زندانونه پر مدارسو او اصلاح ځایونو بدل شوي او هغه دیني، عصري او حرفوي زده ‌کړې چې زندانیان د بند په موده کې ترلاسه کوي، نو هیله ده چې له برکته یې په اخلاقو او چلند کې نېکه اصلاح او د جرم له بیا تکراره ډډه وکړي.

بلخوا، محترم مولوي شهیداللّٰه "خالد" وویل، دغه حکم د اسلامي عدالت له روحیې سره سم صادر او په روڼه توګه تطبیق شو، چې د زندانيانو د اصلاح او ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه د دوی د ورګرځېدو یوه مهمه برخه ده.

 

ذوالحجة الحرام ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS