د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار ترسره شو  

news_admin
Thu, May 08 2025 12:24 PM
مرکز اصلاح

د دغه مرکز د رئیس محترم مولوي شرافت الله حقاني په وینا نن ورځ یې د دې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار چې په کې مختلف اصلاحي لارښوونې او د ټولنې د پرمختګ په موخه د ځوانانو مسوولیتو پېژندنه وه پای ته ورسېده.

 داشان، د یاد مرکز مسوولینو نوموړې سمینار د محجوزینو د فکري ویښتیا په هدف غوره وباله او په راتلونکې کې یې د دا ډول سمینارونو د برابرولو خبر ورکړ.

په ورته وخت کې، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو هم له یادو مسوولینو څخه په راتلونکې کې د دا ډول مثبتو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړله.

 

ذوالقعده ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت


 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS