ولایتي خبر(بغلان) د بغلان ولایت په زندان کې د ( ۲۰) تنو زندانیانو لپاره د موبایل جوړولو (حرفوي زده کړو)  شاپ پرانیستل شو

news_admin
Sun, May 04 2025 2:04 PM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او د دې ولایت د زندان د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لوري په یاد زندان کې شل تنو زندانیانو ته د موبایل جوړونې په شاپ کې د زده کړو زمینه برابره شوه

د نوموړي زندان مسوولینو په وینا، په دغه شاپ کې د با تجربه ښوونکو له لوري زندانیانو ته د موبایل جوړولو اساسي زده کړې ورکول کیږي.

داراز، د یاد ولایت له زندان سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لورې (۲) تنه د تجربې وړ استادانو د پیژندو تر څنګ  د مابایل جوړولو لپاره د ماشینونو مرسته هم وشوه.  

په پای کې، یادو زندانیانو د زندانونو چارو د سمون له ادارې څخه د برابرو شویو سهولتونو او زده کړو په پار مننه وکړله او په راتلونکو کې دې ته ورته د نورو حرفوي زده کړو د شاپونو جوړولو غوښتنوکي شول.

 

ذوالقعده الحرام  ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS