د کابل ولایت په مرکزي توقیفخونه کې د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر ختم ترسره شو

news_admin
Wed, Mar 26 2025 2:15 PM
tafseer

د روژې مبارکې میاشتې په پار د کابل ولایت د څرخي پله  په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر ختم په مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې چې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، او د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود په خپلو خبرو کې وویل چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د مختلفو ښوونېزو او روزنېزو برنامو پرمټ د خوښۍ ځای دی چې نن تاسو ته د زندانیانو او توقیفیانو پر ځای زده کوونکي ویل کېږي او د لته په خپله خوښه دیني، عصري او حرفوي زده کړې کوئ.

داراز، محترم الحاج محمد طارق د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر د ختم په دې جوړو شویو مراسمو کې ګډونوالو توقیفیانو ته زیاته کړله چې د ادارې له لورې په داسې ګټورو برنامو کې ونډه واخلئ څو د پوهو وګړو څېر په راتلونکې کې له ناوړه کړنو لرې پاتې شئ.

دغه راز، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد هم په مراسمو کې په خپل وار سره توقیفیانو ته وویل چې ادراه ستاسو ټولو سهولتونو ته ژمنه ده نو همدا یې وخت دی چې په ښې استفادې سره یې خپلو ځانونو ته مثبت تغیر ورکړئ. دغه شان، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمدګل جګرخون ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړله چې په توقیف کې مو هر ډول همکارئ ته ژمن یو او کوښښ کوو څو د ژوند غوره چاپېریال درته رامنځ ته کړو نو دا فرصت غوره وګڼۍ او ښه ګټه ترې پورته کړئ.

په ورته وخت کې، دغه مراسم د قران کریم د تفسیراو ترجمې استادانو ته د ښه تدریس په موخه د ډالیو او تصدیق پانو په ورکړې او د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسېدل.

 

رمضان المبارک ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS