د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس د دې محبس له پرسونل سره ځانګړې ناسته ترسره کړله

news_admin
Sun, Mar 02 2025 12:08 PM
محبس مرکزی

د غه ناسته چې د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د مرکزي محبس امنیتي مرستیال محترم مولوي سید محمد"مسلم" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم ګډون درلود، د محبوسینو لپاره د غوره خدمتونو، ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه خبرې اترې وشوې.

دا راز، په یاده ناسته کې د محترم مولوي خاکسار له لوري نوموړو ته د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره له محبوسینو او مراجعینو سره د لاښه چلند، امنيتي تدابیرو نیولو، منظمو خدمتونو، او چاپېریال برابرولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې

همدا شان، په دې ناسته کې د ځینو نورو اړتیاوو په هکله هم بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته د شرعي اصولو سره سمې سپارښتنې وشوې.

 

رمضان المبارک ۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS