د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي يې د دې ادارې د یو شمېر ریاستونو،امریتونو او مدیریتونو له چارو څخه ارزونه وکړله

news_admin
Tue, Feb 18 2025 2:20 PM
دیدار ریاست ها

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله د مرکزي ریاستونو، امریتونو او مدیریتونو له مسوولینو او کارکوونکو سره وليدل او د هغوی د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو یې معلومات ترلاسه کړل.

په ورته وخت کې، پلاوي د یادې ارزونې په ترڅ کې اړوندو مسولینو ته په خبرو کې زیاته کړله چې په اداري چارې کې خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا او له خپلو همکارانو او مراجعینو  سره له نیک چلند څخه کار واخلي.

دغه راز، پلاوي د ادارې د مرکزي برخو د پرسونل له پخلنځي څخه هم لیدنه وکړله او د دې برخې مسوولینو او پخوونکو ته یې د خوړو د کیفیت د لاښه کولو، د پاکوالي او نظافت پر پام کې نیولو ټینګار وکړ.

 

شعبان المعظم ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS