ولایتي خبرونه( بادغیس-بغلان) د بادغیس والي او مل پلاوي يې د دې ولایت له مرکزي زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Jul 27 2024 10:11 AM
ولایتی

 

د بادغیس ولایت والي محترم ملا عبدالصمد"جاوېد" په داسې حال کې چې د دې ولایت د عدلي او قضايی اورګانونو پلاوو  یې هم ملتیا کوله تېره ورځ د نوموړي زندان له امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او نورو مسوولینو سره ولیدل او پر یو لړ اړوندو موضوعګانو یې خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د بادغیس ولایت له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او تر خپلې وسې او ولایتي کچې یې د زندان له مسوولینو سره د دوی د غوښتنو د رسېدنې په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ یې په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو  او  پرسونل د ټېمونو  ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

نوموړو مسوولینو  په وینا دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې سالیمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د بغلان ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرانونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

محرم الحرام ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS