د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د پکتیکا ولایت د زندان څخه د ارزونې ترڅنګ د دې ولایت له والي سره هم وکتل

news_admin
Sun, Jun 02 2024 2:36 PM
ولایتی

د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د کشف او اوپراتيفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد" او د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په مشرۍ  پلاوي د پکتیکا ولایت د زندان له چارو څخه ارزونه وکړه.

د پلاوي په وینا، د پکتیکا ولایت د زندان د ښوونیزو او اصلاحي پروګرامونو، اداري او کاري شعباتو، روغتیایي، اعاشوي او اباتوي خدمتونو ترڅنګ د زندانیانو د بشري او اسلامي حقونو  د رعایتولو، د جرمي دوسیو پر وخت تعقیبولو او یو شمېر نورو برخو څخه مو له نږدې ارزونه وکړه.

دا راز، نوموړي پلاوي د یاد زندان د چارو ارزونه تر ډېره مثبته یاده او د لا نورو ښو خدمتونو د رامنځ ته کولو په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې .

همدا راز، پلاوي د پکتیکا ولایت له والي محترم مولوي عبدالخالق "عابد" سره هم وکتل چې نوموړي د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست وویلو ترڅنګ د دې ولایت زندان ته د پاملرنې په پار مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یادې ادارې تل زندانیانو ته د ښو خدمتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

همدا شان، محترم والي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د یاد ولایت ټول ملکي او نظامي پرسونل اړوندو ادارو ته په ځانګړي ډول د دې ولایت زندان ته پاملرنه کوي او امکاناتو ته په کتو سره  به لازمې مرستې هم وکړي.

 

ذوالقعدة الحرام ۲۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS