د بامیان ولایت د عدلي او قضايي اورګانونو مسوولینو د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Dec 12 2023 10:34 AM
بامیان

د بامیان ولایت د عدلي او قضایي اورګانونو مسوولینو د دې ولایت له زندان څخه د لیدنې پرمهال د نوموړي زندان له رئیس محترم مولوی محمد ابراهیم "حقاني" سره هم ولیدل او د زندانیانو د محکماتي چارو او جرمي دوسیو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

داراز، پلاوي له زندانیانو سره په کتنه کې، د هغوی اړوندو ستونزو او غوښتنو په اړه معلومات ترې واورېدل او د ژر حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ.

په پای کې، پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولينو مننه وکړه، چې د زندانيانو هرې ستونزې ته يې پر وخت رسېدنه کړې او د دوی په اړه يې ټول معلومات له اړوندو ادارو سره شريک کړې دي.

 

جمادي الاول ۲۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS