د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د مرکز او ولایتونو (۱۱۷) تنه نظامي پرسونل ته ښوونیز مسلکي کورس پیل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۶:۳۳
مرکز تعلیمی

دغه کورس، چې نن پیل او تر راتلونکو(۳۰) ورځو به دوام ولري په کې د مرکز او ولایتونو له زندانونو څخه (۱۱۷) تنه نظامي پرسونل ګډون کوي. 
 د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال محترم قاري حبیب الله "بدر" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، چې د دې ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندان مل پاسوال محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او یو شمېر نورو نظامي مسولینو او موظفینو هم حضور درلود وویل،:« تاسو د دې لپاره را بلل شوي یاست چې لازم نظامي اصول زده کړئ، ځکه دا ستاسو مسئولیت دی او په سمه توګه ترسره کولو سره به یې هم الله (ج)، هم د هغه رسول(ص) او هم د هغه بنده ګان درڅخه راضي شي».
محترم قاري حبیب الله "بدر" د یاد کورس له ګډونوالو وغوښتل، څو تر فراغت وروسته خپلو دندو ته په ورګرځېدو له زندانیانو سره خپل ښه چلند لاهم ښه کړي، ستونزو ته یې پروخت رسېدنه او په زندانونو کې ورته د بند د مودې ترپایته رسولو د ژوند خوندي فضا رامنځته کړي.
همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د نوموړي کورس له استادانو څخه وغوښتل، چې په کورس کې د ګډونوالو د ښې روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لازیاتې او د مربوطه چارو په هکله ورته لازمې لارښونې وکړي.
یاده دې وي، چې په دې کورس کې د مرکز او ولایتونو د زندانونو (۱۱۷) تنه نظامي پرسونل ته د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونیز یا تعلیمي مرکز قوماندانۍ تجربه لرونکو استادانو له لورې د بندیانو د ساتلو، محاکمو او څارنوالیو ته د هغوی د لېږدولو، د بندیانو د بلوا یا شورش د کابو کولو، د زندانیانو د بشري حقونو او نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ورکول شي.

شوال المکرم ۲۴/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۸
Background image

کار یک باب بلاک رهایشی برای محبوسین درزندان ولایت غورآغازگردید

به هدف بهبود شرایط بودوباش محبوسین در زندان ولایت غور، پروژه اعمار یکباب بلاک جدید با تمویل و حمایت اداره تنظیم امور زندانها افتتاح و کار عملی آن آغاز گردید.

محترم ملا حسام الدین ". . .

BACK TO NEWS