د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل ولایت په مرکزي زندان کې د قرآن عظیم الشان د تفسیر ختم ترسره شو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۶:۱۲
قران عظیم شان

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل ولایت د څرخي پله  په مرکزي زندان کې زندانیانو او توقیفیانو ته د قرآن عظیم الشان د تفسیر ختم په مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال محترم قاري حبیب الله "بدر" د ادارې مسوولینو او یو شمېر نورو دیني علماوو ګډون درلود.
په دې مراسمو کې د زندانونو چاور د سمون ادارې نظامي مرسیتال وویل (( په راتلوونکي کې پلان لري چې د ښوونځیو او مدرسو تر څنګ بندیانو ته د حرفوي زده کړو زمینه لانور هم مساعده کړي)).
محترم "بدر" زیاته کړه چې د ا.ا.ا مشرتابه د سزا د عفوې او تخفیف فرمان په اساس د زندانیانو د خوشې کولو لړۍ دوام لري.
 نوموړي د یاو کسانو څخه وغوښتل چې د یو مؤمن او متدین شخص په حیث خپلو کورنیو سره یو ځای شي او ټولنې ته د خدمت جوګه او په راتلوونکي کې د جرم مرتکب نه شي.
محترم "بدر" زیاته کړه؛ خپلو امکاناتو ته په کتو سره به زندانیاتو ته لازمې اسانتاوې برابري کړي.  
د یادونې وړ بولو، چې نوموړې اداره د دې ترڅنګ د ټولو زندانیانو لپاره د دیني او عصري زده کړو بیلابیل پروګرامونه جوړ کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده، څو یې پرمټ زندانیان وکولی شي د بند تر مودې پایته رسېدو وروسته په راتونکي ژوند کې ترې مثبته ګټه پورته او له ناوړه کړنو لاس واخلي او خپل هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.

رمضان‌المبارک ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS