د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۵
56547

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د خدماتو رئیس محترم مولوي سید ولي "عبد الله"او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي عبدالله "همدرد" د یادې ادارې د کارکوونکو چارو نوي رئیس په توګه اړوند ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي شو.

داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" د خبرو پرمهال له پخواني رئیس څخه مننه وکړله او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او نوي رئیس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ترې وغوښتل چې په اړوندو چارو کې له یو بل سره پوره همغږۍ او همکارۍ په درلودلو سره د چارو د پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، نوي ګومارل شوي رئیس محترم مولوي عبدالله همدرد د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د دې باور له امله په مننې سره زیاته کړله: که څه هم دا د دوی لپاره یو دروند بار او مسوولیت دی، نو هڅه به وکړو چې راسپارل شوي مسوولیتونه په پوره امانتدارۍ او ریښتینوالی سره ترسره کړو.

 

ربیع الاول ۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۸
Background image

کار یک باب بلاک رهایشی برای محبوسین درزندان ولایت غورآغازگردید

به هدف بهبود شرایط بودوباش محبوسین در زندان ولایت غور، پروژه اعمار یکباب بلاک جدید با تمویل و حمایت اداره تنظیم امور زندانها افتتاح و کار عملی آن آغاز گردید.

محترم ملا حسام الدین ". . .

BACK TO NEWS