د کنړ ولایت د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د دې ولایت د غازي اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله
د دغه ولایت د زندان نظامي مرستیال محترم قاري بسم الله او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د غازي اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.
داراز، نوموړي د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، یو لړ غوښتنې لرې، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.
په ورته وخت کې، د زندان نظامي مرستیال د دې توقیفخونې له مسوولینو سره په خبرو کې نوموړو ته زیاته کړه، چې دا زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی څو د زندانیانو په ساتنه، پالنه او هغوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې ځانګړې پاملرنه وکړو.
صفر المظفر ۲۷/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
