د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ولایت د ښځینه محبس څخه د چارو ښوالي په موخه ارزونه وکړله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۳
اناثیه

محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې  یو شمېر مسوولینو یي هم ملتیا کوله، په پیل کې د کابل ولایت د ښځینه محبس له امر محترم مولوي عبد القیوم "سعید" سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همداشان، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي د دغه محبس بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ يې محبوسینو سره د شرعي پردې تر شا ولیدل.

همداراز، محبوسینو یو لړ غوښتنې هم لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د حل کېدو ډاډ ورکړل شو.

په ورته وخت کې، محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح وویل: تاسو زندانیان نه، بلکې موږ ته د کورنیو امانت یاست، خو هیله مو دا ده چې په زندان کې دیني، سواد او کسب زده کړو له شته فرصته په استفادې د خپل وخت له بې ځایه ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه خپل ځان  اصلاح او له بند څخه تر ازادېدو وروسته د ګټورو وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح زیاته کړله، زمونږ موخه او هڅه دا ده، چې دلته په زندان کې ستاسو ټول انساني او شرعي حقوق خوندي وي.

په ورته وخت کې، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي محبس اداري، ښوونیزو او روزنیزو، روغتیا، پخلنځي او (پي سي او) څخه هم لیدنه وکړله او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د دې لیدنې په پای کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت ښځینه محبس مسوولینو ته د چارو د لاښه کېدو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

 

صفر المظفر ۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۶
Background image

آمر جدیدالتقرر زندان ولایت جوزجان ازسوی معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها معرفی گردید.

محترم الحاج  لوی پاسوال محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها در حالیکه محترم مولوی کمال الدین "زاهد " رئیس زندان ولایت بلخ و شماری از مسئولان حضور داشتند، علاوه بر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د جوزجان ولایت له محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنو او ارزونو سربېره د یاد محبس لپاره روز الدین "سعادت" د نوي امر  په توګه پرسونل ته معرفي کړ  

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین"زاهد" او یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

نشستی به منظور هماهنگی میان اداره تنظیم امور زندانها و کمیته جهانی صلیب  سرخ تدویر گردید

در این نشست روی تطبیق پروژه های سال ۲۰۲۶ میلادی و هماهنگی بیشتر برای کمکهای سال آینده  کمیته جهانی صلیب سرخ با اداره تنظیم امور زندانها بحث و تبادل نظر صورت گرفت. 

در این نشست محترم. . .

BACK TO NEWS