فاریاب او سرپل ولایتونو د زندانونو لپاره نوي نظامي مدیران وټاکل شول
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د بلخ ولایت د زندان رئیس مولوي کمال الدین "زاهد" له لورې محترم مولوي عبدالصمد"روحاني" د فاریاب ولایت د زندان د نظامي مدیر په توګه او محترم ملا سید ناصر "طلحه" د سرپل ولایت د زندان نظامي مدیر په توګه د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې د یادو زندانونو ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.
داراز، محترم مولوي کمال الدین زاهد په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړو ولایتونو د زندانونو د مخکېنیو امنیتي مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او د یادو زندانونو له نظامي پرسونل څخه یې له اوسنیو مسوولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.
په ورته وخت کې، د یادو زندانونو نویو نظامي مدیرانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه پر هغوی د باور کولو د مننې ترڅنګ، ژمنې وکړې، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د زندانونو د لا ښه امنیت په ساتنه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
محرم الحرام ۱۸/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
