د بلخ ولایت والي په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان د نوي کمپلکس له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۹
بلخ

د دې ولایت والي محترم الحاج مولوي محمد یوسف"وفا" په پیل کې، د یاد ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" سره د لېدنې پرمهال د زندان پر عمومي وضعیت او زندانیانو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د زندان رئيس د دې ولایت د والي له دې ليدنې هرکلی او مننه وکړله، او دا يې د زندانيانو د روحيې د پياوړتيا او د چارو د لا ښه والي لپاره مهم ګام وباله.

د بلخ ولایت والي، د اړوندو محلي او امنیتي چارواکو په ملتیا، د دې ولایت د نوي زندان له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله او د یاد زندان د بېلابېلو برخو د جوړونې بهیر یې له نږدې وڅاره.

همداراز، د بلخ ولایت والي د نوي زندان په انګړ کې د جوړ شوي جومات پرانیسته وکړله.

محترم مولوي محمد یوسف وفا دغه جومات د عبادت، معنوي اصلاح او د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې زندانیانو ته د دیني او اخلاقي روزنې زمینه برابرول د اصلاح او بیا روزنې یو اساسي اصل دی.

همداراز، د چاپېریال د ښکلا، زرغونتیا او سالمې فضا د رامنځته کولو په موخه، د بلخ ولایت والي او ورسره مل پلاوي د نوي زندان په انګړ کې ونې هم کېنولې.

دا اقدام د چاپېریال ساتنې، زرغونتیا او د زندانیانو لپاره د سالم او ارام چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

د بلخ ولایت والي د ښځینه او نارینه محبوسینو او محجوزینو سره هم د شرعي پردې ترشا په جلا جلا توګه وکتل، د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.

نوموړي هغوی ته سپارښتنه وکړه چې له شته فرصتونو، په ځانګړې توګه له ښوونیزو، دیني او حرفوي پروګرامونو څخه اغېزمنه ګټه واخلي، خپل وخت په سالمو او ګټورو فعالیتونو کې مصرف کړي، او د اصلاح، ځان جوړونې او ټولنې ته د بېرته اغېزمن ستنېدو لپاره هڅه وکړي.

د بلخ ولایت والي محترم مولوی محمد یوسف وفا ډاډ څرګند کړ چې د اسلامي امارت مشرتابه د زندانیانو د اصلاح، هوساینې او د هغوی د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره ژمن دی او په دې برخه کې به لازمې اسانتیاوې لا زیاتې شي.

 

ذوالقعده ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۸
Background image

کار یک باب بلاک رهایشی برای محبوسین درزندان ولایت غورآغازگردید

به هدف بهبود شرایط بودوباش محبوسین در زندان ولایت غور، پروژه اعمار یکباب بلاک جدید با تمویل و حمایت اداره تنظیم امور زندانها افتتاح و کار عملی آن آغاز گردید.

محترم ملا حسام الدین ". . .

BACK TO NEWS