ولایتي خبرونه: (خوست، بادغیس، تخار، هلمند) د خوست، بادغیس او تخار ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۳
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د خوست، بادغیس او تخار ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې.

د یادو زندانونو مسوولینو په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د دیني زده‌کړو پر ارزښت د خبرو پرمهال وویل؛ د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم پر ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو سمبالول دي.

هلمند:

د هلمند ولایت په زندان کې د ترکاڼۍ شاپ پرانېستل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د هلمند ولایت د زندان د مسوولینو په همکارۍ د (OYDO) موسسې له لورې د نوموړي زندان (۲۰) تنو زندانیانو ته د روزنې  په موخه د ترکاڼۍ شاپ پرانېستل شو.

همداراز، د یادې موسسې له لورې د شاپ ګډونوالو ته یوه اندازه د ترکاڼۍ وسایل هم ورکړل شول چې زده کوونکو لخوا د زده کړو پرمهال د یاد ولایت د زندان تخریب شوي میزونه په اساسی توګه ورغول شول.

 د یاد زندان رئیس محترم ملا بهاء الدین د دا شان رونېزو برنامو پلي کېدل د زندانیانو په روزنه کې خورا اړین یاد کړ او د کورنیو او نړېوالو بنسټونو څخه د ورته نورو ښوونیزو او روزنیزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړله.

 

شعبان المعظم ۱۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۲
Background image

د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس. . .

BACK TO NEWS