د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د لغمان، کونړ او جلال اباد ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د محترم مولوي رحیم الله "مدني" په مشرۍ یوه پلاوي لغمان، کونړ او جلال اباد ولایتونو ته د سفر پرمهال د یادو ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړله او له مسوولینو او پرسونل سره د دې زندان پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث کړی دی.

همداشان، پلاوي د لغمان،کونړ او جلال اباد ولایتونو د بریښنا لپاره جنراتورونو چې تخنیکي ستونزې یې درلودلې ترمیم او د اړتیا سره سم د سایبانونو جوړولو یادونه هم وکړله.

 

ربیع الاول ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS