د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۴۲
رحمانی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د بشري سرچینو ریئس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح" د شخصیتي دوسیو امر محترم مولوي فضل احمد "احمدي"او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني" د یاد محبس د امر په توګه پرسونل ته معرفي شو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن سعید د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې د تغییر او تبدیل موخه د کارونو ښه والی او پرمختګ دی، نو هیله ده چې په دې برخه کې له نوموړي مسوول څخه په چارو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، محترم مولوي سعید له مخکیني امر څخه مننه وکړله او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوي مسوول څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په پای کې، محترم مولوي جبیب الرحمن رحماني ژمنه وکړله  چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به پر وخت او په پوره امانتولۍ ترسره کوي.

 

ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS