د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، امرینو او نظامي مدیرانو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پای ته ورسېده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۳۷
روز آخر سیمینار

دغه سمینار چې د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د مرکز کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، امرینو او د نظامي مدیرانو ته (۱۵) ورځې دمخه پیل شوی و، په یاده موده کې اړوند مسوولینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې لپاره مهارتونه او پوهاوی ورکړل شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د ښوونې او بیا روزنې  رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نور الله "دروېش" ولایتي رئیسانو، امیرینو او نظامي مدیرانو شتون درلود په خپلو خبرو کې وویل چې موږ او تاسو باید په ګومارنو کې په کار پوه او تجربه لرونکي وګړي په دندو وګومارو څو له خنډ او زنډ څخه مخنیوی وشي او چارې په غوره توګه مخ ته لاړې شي.

داراز، نوموړي زیاته کړله چې په اداري چارو کې له اړوند پرسونل سره ښه همغږي وکړئ او د زندان او زندانیانو په تړاو سپارل شوي مسوولیتونه په سم ډول ترسره کړئ.

دغه راز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د سمینار ګډونوالو ته په خپلو کې وویل چې د زندان رهبري کول او د زندانیانو اصلاح کول ستاسو مسوولیت دی نو د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري هېڅ مسوول ته اجازه نه ورکوي څو په دې تړاو غیر قانوني اعمال ترسره کړي.

همداراز، نوموړي یادو مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو چارې په یوالي سره سرته ورسوي او تر لاس لاندې مسوولین خپلو چارو ته لانور هم متوجه کړي.

همدا شان، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" د یاد سمینار د پای غونډې په مراسمو کې ؛ګډونوالو ته وویل چې زندان ته باید د خپل کور په سترګه وګورو او د هغه ټولو چارو ته پر وخت او ښه ډول رسېدنه وکړو.  

په ورته وخت کې، یو شمېر نورو مسوولینو هم په خپلو خبرو کې دا ډول سمینارونه د زندانونو د ادارې کیفیت او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره خورا مهم یاد کړل او زیاته یې کړله چې لازمه ده څو خپله دنده او راسپارل شوي مسوولیتوونه د بشپړې پوهې او اصولو په مراعاتولو سره سرته ورسوو.

په پای کې، یاد مراسم د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، امرینو او نظامي مدیرانو ته د ستاینلیکونو په ورکړې او د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل.

هېره دې نه وي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د هېواد د زندانونو مسوولینو ته د ښوونيزو او روزنیزو سمینارونو او نورو ګټورو پروګرامونو لړۍ دوام لري.

 

 

شعبان المعظم ۲۰/  ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS