د زندانونو چارو  د سمون ادارې عمومي رئیس د مرکز کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، امرینو او نظامي مدیرانو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې او پوهاوي لوړونې په موخه د سمیناره له روان بهیره لیدنه وکړله.

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۱:۵۹
سیمینار

د دغې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" نن (پنجشنبې) په داسې حال کې چې د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" او د مرکز ولایتونو یو شمېر رئیسانو، امرینو او د نظامي برخې مسوولینو شتون درلود د یاد سمینار څخه د لیدنې په ترڅ کې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې هم خپله او هم  تر لاس لاندې پرسونل خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړئ څو  په اداري چارو کې نیمګړتیاوې حل او لا ښه کاري چاپېریال رامنځته ته شي.

داراز، نوموړي زیاته کړله چې د زندانیانو ساتنه او پالنه زموږ مسوولیت دی نو په خپلو اړوند زندانونو کې لا نور هم د هغوی د انساني او شرعي حقوقونو درناوی وکړئ او له هغوی سره خپل چلند لا نور هم ښه کړئ.

همداراز، محترم الحاج مولوي مستري د یاد سمینار له ښوونکو څخه و غوښتل چې ګډونوالو مسوولینو ته د اسلامي نافذه قوانینو په رڼا کې داسې ښوونه ورکړئ چې نوموړي وکولای شي چارې د اسلامي شریعت په رڼا کې په روڼه توګه مخ ته یوسي.

په پای کې د یاد سمینار ګډونوالو د زندانونو چارو د سمون ادارې له عمومي رئیس څخه د ورته سمینارونو د جوړولو په موخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړله چې ټولې لارښوونې به په سمه توګه عملي کړي.

 

 

شعبان المعظم ۱۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS