ولایتي خبرونه (بغلان، بدخشان، بادغیس) د یونیسف موسسې  له لوري د بغلان ولایت  د ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو  سره ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۳:۵۰
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست  په هڅو یونیسف موسسې له لورې د یاد ولایت له ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو سره  د ژمنیو توکو د مرستې له ‌ډلې چې کمپلې، جمپر، بوټونه، د ستکشې، او د  اړتیا ورړ نور توکي شامل وو، په روڼه توګه  ووېشل شول.

په ورته وخت کې، نوموړو مسوولینو یادو مرستو په تړاو له همکارو موسسو څخه د خوښۍ ترڅنګ په دې ساړه موسم کې دغه مرستې  اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

همداراز، د بغلان  ولایت د زندان له زندانیانو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د نوموړي زندان د مسوولینو  په وینا دغو سیالیو موخه د زندانیانو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

 

د بدخشان ولایت د زندان له ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په هڅو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندق یا یونسیف له لورې د یاد ریاست او زندان مسوولینو په حضور کې په ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو کمپلې جمپرونه، بوټونه، دستکشې او د اړتیا وړ نور توکي په شفافه توګه وویل شول.

 

په ورته مهال کې ، د بادغیس ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د یونیسف موسسې له لورې د مرکز محجوزنیو لپاره کالي،جمپرونه، بوټان، او د اړتیا وړ نور ژمني توکي د دې زندان  مسوولینو په حضور کې د یاد مرکز محجوزینو ته وویشل شول.

 

جمادي الثاني ۲۲ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS