ولایتي خبرونه (ننګرهار، غزني، هرات) د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او رزونې مرکز کارکوونکو ته یو ورځینۍ سمینار ورکړل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۴:۱۱
ولایتی

د دې ولایت د زندان د مسوولینو له لورې د او  ختیز زون د یوناما برخې مسوولنیو په همکارۍ د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او رزونې مرکز کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینۍ سمینار کې هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

داراز، د ننګرهار ولایت د زندان مسوولینو، د ملکي او نظامي پرسونل د کاري پوهې لوړولو کې دا ډول برنامې ګټورې یادې کړې او د ورته نورو ښوونیزو برنامو په پلې کولو یې ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې، د ختیز زون د یوناما برخې مسوولینو ژمنه وکړله چې محجوزینو ته د لا ښې پاملرنې لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د یونیسف موسسې له لورې د غزني و لایت د ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو سره د ژمنیو  توکو مرسته وشوه

 

په دغو مرستو کې، چې کمپلې، کالي او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول د غزني ولایت د زندان مسوولینو په حضور کې د دې ولایت د ښځینه زندان محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو باندې وویشل شول.

داراز، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي محمد نور بلال شاهین د یونیسف ادارې مسوولینو څخه په مننې له نورو بنسټونو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

                        

بل لور بیا، د همکارو بنسټونو  له لوري د هرات ولایت  د ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او  محجوزینو  سره د ژمنیو  او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

 

د زندانونو چارو د سمون اداري د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو مسوولینو په هڅو د همکارو بنسټونو له لورې د یاد ولایت له ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او محجوزینو سره  د ژمنیو توکو د مرستې له ‌ډلې چې کمپلې، بوټونه، دستکشې، او د حفظ الصحې توکي شامل وو، په روڼه توګه  ووېشل شول.

په ورته وخت کې، نوموړو مسوولینو یادو مرستو په تړاو له همکارو موسسو څخه د خوښۍ ترڅنګ په دې ساړه موسم کې دغه مرستې  اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

جمادي الثاني ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS