د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د دې ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ د روزنیز او مسلکي کورس له روان بهیر څخه ارزونه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۴۶
مرکز

د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" د نوموړي تعلیمي مرکز د روزنیز او مسلکي کورس د نظامي برخې ګډونوالو زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه « تل کوښښ کوو څو د ادارې ملکي او نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې د بېلابیلو برنامو له لارې داسې وروزو چې کاري وړتیا یې لوړه او ورسپارل شوي مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ، صداقت او زړورتیا سره ترسره کړي.

همداشان، نظامي مرستیال د یاد کورس ګډونوالو نظامي مسوولینو ته سپارښتنه وکړله چې نظم او ډسپلین مراعات او له نظامي یونوفورم څخه په استفادې بېرته چارو ته پر ورستنېدو له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو ټول محبوسین، تورن او محجوزین د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي چارو مرستیال د نوموړي کورس له استادانو څخه وغوښتل، چې په کورس کې د ګډونوالو د ښې روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لازیاتې او د مربوطه چارو په هکله ورته لازمې لارښوونې وکړي.

 

جمادي الاول ۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۸
Background image

کار یک باب بلاک رهایشی برای محبوسین درزندان ولایت غورآغازگردید

به هدف بهبود شرایط بودوباش محبوسین در زندان ولایت غور، پروژه اعمار یکباب بلاک جدید با تمویل و حمایت اداره تنظیم امور زندانها افتتاح و کار عملی آن آغاز گردید.

محترم ملا حسام الدین ". . .

BACK TO NEWS