ولایتي خبرونه( میدان وردګ، تخار، بدخشان، ننګرهار، بامیان، بغلان) د میدان وردګ ولایت د زندان څخه شپږ تنه ښځینه محبوسینې د قرآن کریم ناظرې او د دېرشمې سپارې د حفظ د دورې څخه فارغې شوې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۳:۴۷
ولایتی

د دې ولایت د زندان شپږ تنو ښځینې محبوسینو د قرآن کریم د ناظرې او د دیرشمې سپارې د حفظ دورې بشپړولو  وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین  د دوی د دیرشمې سپارې د حفظ او ناظرې د دورې د پایته رسېدو د مبارکۍ ترڅنګ نوموړو ښځینه محبوسینو ته یې په ورته نورو دیني برنامو کې هم د ګډون لارښوونه وکړه.

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د  تخار او بدخشان ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې یو پلاوی تخار او بدخشان ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د یادو ولایتونو د زندانونو د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه په جلا جلا توګه  څارنه او ارزونه ترسره کړه.

داراز، پلاوي د نوموړو زندانونو ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یادو زندانونو کارکوونکو ته د کاري وړتیا لوړونې په موخه سیمینار هم ترسره شو.

 

د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د له محجوزینو څخه د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د سیرت د زده کړو بشپړولو سره ترې ازموینه واخیستل شوه

 

د نوموړي ولایت د زندان د ښوونې او روزنې امریت د مسوولینو له لورې د دې مرکز د محجوزینو څخه د سیرت نبوي (صلی الله علیه وسلم) زده کړو ازموینه په شفافه توګه واخیستل شوه.

د مسوولینو په وینا، د ازموینې ګډونوالو د پارچو کتنو وروسته به پایلې اعلان کړي.

 

د بامیان د زندان پرسونل او زندانیانو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.

 

د دغه ولایت د زندان د مسوولینو په خبره، د نوموړي زندان د ورزش مینه والو زندانیانو  او  پرسونل د لوبډولو  ترمنځ دوستانه سیالۍ  چې د دې ولایت د بدني روزنې  امریت سره  په همغږۍ د نوموړوي زندان د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې او یوه اونۍ دوام وکړ په پایله کې شاهین لوبډلې لومړۍ طلحه، دوهم او تخنیک دریم مقامونه ترلاسه کړل.

باید یادونه وکړو چې دغو سیالیو موخه د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي، چې له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

 

د بغلان ولایت د زندان د امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړه

 

د  دغه ولایت د زندان امر  او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

دا راز، نوموړي پلاوي د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

 

 

جمادي الاول ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS