د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د (۱۳۵) تنو محجوزین د اته میاشتیني حرفوي زده کړو او (۳۶) تنو د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) د ازموینې ممتازو زده کوونکو په پار ستاینغونډه ترسره شوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۵:۵۶
مرکز اصلاح

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د نظامي چارو د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني  د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د ښاري يوهنې رئیس محترم مولوي عیدالباثت "حقاني"، د اشیانې موسسې مسوول محترم یوسف "حسین پور" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه یادو محجوزینو ته د مبارکۍ  ترڅنګ زیاته کړه چې د زندانونو چارو د سمون اداره د زندانیانو، توقیفیانو او محجورینو لپاره د غوره خدمتونو د برابرولو په موخه کوښښ کوي او د نوموړو د حقوقو د لا خوندیتوب په پار یې د ا.ا.ا. د مشرتابه (حفظ الله) ۳۹ ماده ېز فرمان په ښه توګه عملي کړی دی.

داراز، محترم قاري بدر زیاته کړه چې زندانونه د ربړونې ځای نه بلکې د اصلاح او روزنې ځای دی چې دلته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو پر مټ به محجوزین وکولای شي د خپلې بند مودې تر پای ته رسېدو وروسته د یو سالم وګړي په توګه ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي.

همداراز، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله حقاني په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ دا چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو د روزنې او د زده کړې چارې په غاړه لري نو تل مو کوښښ کړی چې نوموړي په ښه فکر او روحیه وروزي څو په راتلونکي کې و کولای شي له ناوړه کړنو لرې پاتې او د خپلو هېواد او کورنۍ لپاره د ښه خدمت جوګه شي.

همدا شان ، محترم مولوي حقاني  په خبره یادې سیالۍ د (۳۶) ممتاز زده کوونکو ترڅنګ (۱۳۵) تنه نور محجوزین د اته میاشتیني د مختلفو حرفوي زده کړو څخه هم فارغ کړي چې پر مټ به یې له دې مرکز څخه په وتلو سره سم وکولای شي خپلې کورنۍ ته حلاله روزي وګټي.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئيس محترم مولوي نظر محمد ناصري د حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) پر سیرت د خبرو ترڅنګ د یاد مرکز له مسوولینو څخه مننه وکړه چې د محجوزینو لپاره یې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) برنامه برابره کړې چې له دې سره به دوی وکولی شي د خپل خوږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم)  له سیرت سره اشنا او د نوموړي مبارک سیرت په ژوند کې عملي کړي.

همدا راز، نوموړي زیاته کړه چې د تل په څېر کوښښ کوي څو د زندانیانو، توقیفیانو او محجوزینو د بیا روزنې په موخه دیني، عصري، حرفوي او ورزشي برنامې په لاره واچوي څو هغوی هم فکري، هم روحي او هم جسمې روغتیا ترلاسه کړي.

همداشان، د یادو مراسم په ترڅ کې یو شمېر زده کوونکو خپلې چمتو کړې ترانې، نعتونه او مقالې ګډون والو ته ولوستلې چې د حاضرینو له لوري یې تود هرکلی وشو.

په پای کې، د یاد مرکز د مسوولینو ته د محجوزینو په لاس جوړ شوي بوڼونه او د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم)  د سیالۍ یو شمېر ممتازو زده کوونکو  ته د فراغت په توګه تصدیق پاڼې او ډالۍ هم ووېشل شوې.

 

ربیع الاول ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۱
Background image

کورس یک ماهه آموزشی برای پرسونل نظامی اداره زندان ولایت بادغیس تدویر گردید.

مسئولان میگویند: به منظور ارتقأی ظرفیت مسلکی، افزایش سطح آگاهی و تقویت مهارت های وظیفوی پرسونل نظامی، کورس آموزشی یک ماهه برای افسران، ساتنمنان و سربازان اداره زندان ولایت بادغیس آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۲۸
Background image

"۴۰" تن  از پرسونل زندان ولایت هرات بعد از یک دوره آموزشی سند فراغت شانرا بدست آورند.

درین محفل که محترم شیخ نوراحمد "اسلام‌جار" والی ولایت هرات و تعدادی دیگری از مسوولین آن ولا اشتراک نموده بودند، طی صحبت‌های شان گفتند: هدف از نگهداری زندانیان تنها مجازات آنان نیست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

سمینار یک ماهه به منظور آموزش دسپلین نظامی و ارتقا ظرفیت کارمندان نظامی، ازسوی قومندانی واحد تعلیم تربیه نظامی اداره تنظیم امور زندان ها تدویر یافت.

در محفل افتتاح این سمینار، محترم قاری رحمت الله " گلزاد" رئيس دفتر مقام، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان معاونیت امور نظامی، محترم مولوی ضیأالرحمن "سعید" رئيس مالی وبودجه. . .

BACK TO NEWS