د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د جوزجان ولایت له محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنو او ارزونو سربېره د یاد محبس لپاره روز الدین "سعادت" د نوي امر په توګه پرسونل ته معرفي کړ
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین"زاهد" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د یاد زندان د پخواني امر کړنې وستایلې او زندانونو په چارو کې د نظم، امنیت او مسلکي مدیریت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د یاد ولایت د زندان نوي امر ټاکنه به د یاد زندان په امنیتي او اداري چارو کې د لا ښه والي سبب شي.
محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق نوي ګمارل شوي امر ته سپارښتنه وکړله، چې خپله دنده په پوره صداقت، ژمنتیا او مسلکي اصولو سره ترسره کړي او د زندانیانو د ساتنې تر څنګ، د قانون پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
بل لور ته، نوي معرفي شوي امر هم ډاډ څرګند کړ، چې د ورسپارل شویو مسوولیتونو د سم ترسره کولو لپاره به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي او د زندان د امنیت د ټینګښت او نظم د تأمین لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.
تر دې وروسته، د محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې د نظم، ډسپلین او زندانیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو خبرې اترې وکړې.
داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي، د دې ولایت د زندان له محبوسینو او محجوزیو سره هم له نږدې ولیدل د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړله څو یې ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
همداراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او محبوسینو او محجوزینو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همداشان، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د جوزجان ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې.
صفر المظفر ۸/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
