د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د جوند ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړه

news_admin
Mon, Nov 20 2023 11:41 AM
بادغیس

د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي سید باران "عدالتي" او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د جوند ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
همدا راز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته مهال، یاد پلاوي د غې ولسوالۍ له ملکي او نظامي مسوولینو سره له نږدې وکتل او دواړو خواوو د دې ولسوالۍ د توقیفخونې د امنیت لا ټینګښت او د توقیفیانو د ستونزو د حل په موخه سلا مشورې وکړې.

جمادي الاول ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS