د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

news_admin
Wed, Nov 15 2023 2:42 PM
کمپل

د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځلي د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس سره د ژمنیو توکو له جملې چې کمپلې، جرابې او پټوان په شمول ۱۳۵۵ بستې مرسته کېږي د دغه محبس د مسوولینو له خوا په روڼه توګه په زندانیانو وويشل شوه.
په ورته وخت کې، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سید احمد "اسحاقزي" د مرکزي ادارې څخه د یادو مرستو په موخه مننه وکړه او تر څنګ یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو زندانیانو لپاره په زندانونو کې د خپلې مالي بودیجې او همکارو داخلي او نړیوالو بنسټونو په ملاتړ د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

جمادي الاول ۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS