د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ناسته کې د مرکزي زندان د ۵۰ بسترېز روغتون لپاره د ټاکل شوې کمېټې په ارزونو بحث او خبرې اترې وشوې

news_admin
Wed, Nov 15 2023 2:29 PM
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(چهارشنبې)  د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ  او د ادارې  د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" او د کمېسیون د یو شمېر غړو رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د ارزونې د ټاکل شویې کمېټې له لوري د کابل ولایت د څرخي پله زندان پنځوس بستریز روغتون څخه د ارزونې معلومات د کمېسیون له غړو سره شریک کړ چې په اړه یې د کميسیون د رهبرۍ له لوري د اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.
 داراز، په دې ناسته کې د ګومارنو ځینو پاڼو په اصولې ډول مخته وړلو او اړتیا وړ مهمو موضوعاتو په هکله هم بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته د شرعي او قانوني اصولو په مطابق لازمې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او نافذه قوانینو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

جمادي الاول ۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS