د زندانونو چارو سمون ادارې د پلان او پالېسۍ ریاست له لورې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې طرحې د فارمټ راپور په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

news_admin
Mon, Nov 13 2023 1:27 PM
siminar

دغه سیمینار چې د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا جوړ شوی وو، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې طرحې د فارمټ راپور په اړه  د ادارې د مرکزي برخو مسوولینو ته هر اړخیزه معلومات ورکړل شي. 
په دې اړه جوړ شویو مراسیمو کې د زندانون چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم چهاريقل "ادیب"، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې رئیس محترم انجنیر عبیدالله "اخندزاره"، د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" او یو شمېر نورو رئیسانو، امرینو، نظامي او ملکي مدیرانو هم شتون درلود وویل: «خوشحاله یم چې د زندانونو چارو د سمون اداره د خپلو کارکوونکو د ادارې ظرفیت لوړونې په موخه دا ډول سیمینارونه او ورته نور ګټور  پروګرامونه چمتو کوي.
دا راز، محترم قاري بدر د سیمنیار ګډونوالو ته د علم په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه دا ستاسو لپاره یو غوره فرصت دی چې ګټې اخیستنې سره به یې وکولی شئ د ځان ترڅنګ په اداري چارو کې هم مثبت تغیر راولئ.
په ورته وخت کې، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم ادیب د سیمینار ګډونوالو ته د نوموړي فارمټ په اړه د مفصلو معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ دا هم وویل چې له یاد فارمټ څخه ‎ به په راتلوونکو پنځو کلنو د ننه په ادارې چارو کې ګټه اخیستل کيږي.

ربیع الثاني ۲۹/ ۱۴۴۵ 
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS