د فاریاب ولایت د زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

news_admin
Mon, Nov 13 2023 12:18 PM
فاریاب

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د فاریاب ولایت د زندان رئیس محترم الحاج سرداربیک "خالقیار" له لورې محترم مولوي عبدالصمد د یاد زندان د نظامي مدیر په توګه پرسونل او مسوولینو ته معرفي او د خیر د دعا په کولو سره یې ورته په چارو کې د بریاوو او ښو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.
محترم خالقیار په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په اداره کې ادلون او بدلون د ښې حکومتوالۍ یو اصل دی او زیاته کړه «زه هیله مند یم چې محترم مولوي عبدالصمد به تر خپل لاس لاندې کارکوونکو سره ښه چلند ترڅنګ د زندانیانو د امنیت په خوندي کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. »
محترم مولوي یاسر هم د ادارې له خوا ده ته د دې مسوولیت د سپارلو له کبله مننه وکړه او ویې ویل چې دا مسوولیت یو امانت دی او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ به ورسپارل شوې چارې پروخت ترسره کوي.

ربیع الثاني ۲۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امرت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS