د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" او مل پلاوي یې کندهار ته د سفر په څلورمه ورځ د دې ولایت د زندان یوشمېر نورې برخې هم وارزولې

news_admin
Tue, Oct 24 2023 1:18 PM
کندهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوي د کندهار ولایت د زندان د ارزونې په څلورمه ورځ له یو شمېر نورو برخو هم لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو څخه یې د هغوی د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلوماتو واورېدل او  د لا ښوالي لپاره  یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د دې زندان د روغتون څخه په لیدنه کې د ناروغانو وضعیت له نږدې وارزوه او مسوولینو ته یې په خبرو کې زیاته ګړه چې د ناروغانو روغتیا ساتنې په موخه خپلو شته امکاناتو څخه ښه ګټه پورته او د هغوی په درملنه کې خاصه پاملرنه وکړي.
همدا راز، پلاوي د یاد زندان د صنعت په برخه کې د نجارۍ، خیاطۍ، سلماني، قالین اوبدلو، او یو شمېر نورو شاپونو څخه په لیدنه کې یې د برخوالو د هڅونې تر څنګ ورته زیاته ګړه:«خوښ یم چې تاسو د خپلې خوښې وړ شاپونو کې ګډون کړی، زه باوري یم چې مخ ته به لاړ شئ او د بند مودې تر پای ته رسېدو وروسته به له دې لارې خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شئ». 
په ورته وخت کې، پلاوي د زندان د کشف، کتابتون او یوشمېر نورو برخو څخه هم ارزونه وکړه او مسوولین‎ یې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل.
په پای کې، یاد پلاوي د کندهار ولایت د زندان مسوولینو ته د عامه پوهاوي او د چارو ښه پرمخ وړلو په هدف د اداري چارو په بیلابیلو برخو کې یو ورځینی سمینار هم وړاندې کړ چې نوموړو مسوولینو یاد سیمینار د پرسونل د ظرفیت لوړونې په برخه کې ډېر ارزښتمن بللی دی.

ربیع الثاني ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS