د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس د دې ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې توقیفخونې د توقیفیانو اعتصاب پایته ورساوه

news_admin
Sun, Oct 22 2023 1:06 PM
توقیف

 د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" تيره ورځ د کابل ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې توقیفخونې ته ولاړ او هلته یې د توقیفیانو له خوا د هغوی د ځینو ستونزو او غوښتنو له کبله شوی اعتصاب پایته ورساوه.
په ورته وخت کې، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې توقیفخونې له توقیفیانو سره په خبرو کې چې د هغوی د اعتصاب موخه د ځینو غوښتنو پوره کول وو له پلاوي سره تر شریکولو ورسته د روا او د ادارې له قوانینو سره د سمو غوښتنو د حل په هدف ډاډ او هغه چې خلاف د اصولو وې دوی ته پرې قناعت ورکړل شو چې نوموړو توقیفیانو ورسره ومنله او خپل اعتصاب یې پای ته ورسوه.    
داراز، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې توقیفخونې امر محترم مولوي خالد "شهید" نوموړو توقیفیانو سره ژمنه وکړه، چې د دوی ټولو روا غوښتنو او وړاندیزونو ته به د ادارې د رهبرۍ او اړوندو مسوولینو له لورې په وخت رسېدنه کېږي.

ربیع الثاني ۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اصلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS