د زندانونو چارو د سمون ادارې د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سره د اړتیا وړ توکو مرسته وکړه

news_admin
Wed, Oct 18 2023 2:27 PM
کمک به هرات

تېره ورځ د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" هرات ولایت ته په سفر ولاړ او هلته یې د زنده‌جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سره د مرستې او خواخوږۍ په موخه د لیدنې ترڅنګ یې پرې د یو شمېر اړتیا وړ توکو  له جملې ۲۰۰ بوجۍ لوبیا، ۲۰۰ بوجۍ ورېژې، ۵۰ بوجۍ بوره، شل بوجۍ چای، ۹ بستې کمپلې، ۲۰۰کارتنه صحي توکي ووېشل.
محترم مولوی محمدیوسف ‎مستري د زنده‌جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سره خواخوږۍ تر شریکولو وروسته نوموړو ته زیاته کړه: 
«دا زموږ ټولو ګډه غمیزه ده، نو پکار دا ده چې له صبر او حوصلې څخه کار واخلو ځکه الله (ج) انسانان د مصیبت په وخت کې صبر کولو ته رابللي دي.» 
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د هېواد زلزله ځپلو سره د سرپناه او مرستې چمتو کول خپل مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. 
همدارنګه، محترم مولوي مستري په کور دننه او نړیوالو همکارو بنسټونو غږ وکړ چې د هېواد له زلزله ځپلو سره دې خپلې مرستې نه سپموي او په دې سختو شرایطو کې چې د ژمې موسم هم راروان دی د دوی لاسنیوی وکړي.
 
ربیع الثاني ۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS