ولایتي خبرونه (میدان وردګ - ننگرهار) د میدان وردګو ولایت په زندان کې د یو جومات د رغونې چارې دیولړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې

news_admin
Tue, Oct 17 2023 12:09 PM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مسترې" په لارښونه او اړتیا ته په کتو سره سم د میدان وردګ ولایت د زندان لپاره د یو جومات د رغونې چارې د یاد زندان د امر محترم مولوي صلاح الدین په هڅو تیره ورځ د دې ولایت د امینې قوماندان، د کارشناسۍ رئیس او یو شمېر نورو مسولینو په کډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پټۍ په پرېکولو سره د رغونې چارې پیل شوې.
داراز، د دې زندان دمسوولینو په وینا له دې وړاندې یې د پرسونل لپاره جومات نه درلوده چې دا دی اوس یې د زندانونو چارې د سمون ادارې په مالي لګښت د رغونې چارې پیل او د ۳ میاشتو په لړ کې به په ښه او معیاري ډول بشپړې شي.

د یوبل خبر له مخې

د ننګرهار د ښوونې او روزنې رئيس او مل پلاوي یې د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه 

تېره ورځ د ننګرهار ولایت د ښوونې او روزنې رئيس محترم مفتي حبیب "حضرت" او مل پلاوي یې د دې ولایت دزندان له ریاست محترم مولوي مقتدی سره ولیدل او په اړوندو موضوعاتو یې سره خبرې وکړې.
داراز، نوموړي پلاوي د زندانیانو د ښوونې او بیا روزنې له روان بهیر څخه ارزونه وکړه چې د هغوی د ښې روزنې په موخه د یاد زندان له مسوولینو څخه د مننې تر څنګ یې ښوونکو ته هم لارښوونه وکړه چې زندانیان په داسې روحیه سمبال ګړي څو په راتلونکي کې له ناوړه کړنو لرې، کورنۍ او ټولنې ته د ښه خدمت جوګه شي.
په ورته وخت کې، د دې ولایت د ښوونې او روزنې ریاست له لوري د زندان له ښوونځي سره د سپینو تختو، قرطاسیې او د ټولګیو لپاره فرشونه د دې زندان مسوولینو ته وسپارل شو.

ربیع الثاني ۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS