د هرات د زندان مسوولینو د احتمالي زلزلې د پېښېدو په موخه زندانیان خوندي ځایونو ته ولېږدول

news_admin
Thu, Oct 12 2023 11:02 AM
هرات

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه د هېواد زندانیانو ته د پاملرنې په لړ کې، د هرات د زندان مسوولینو  له لورې د احتمالي زلزلې د پېښېدو په موخه زندانیان د دې زندان خوندي ځایونو ته ولېږدول.
په ورته وخت کې، د هرات د زندان مسوولینو په وینا، دا چې په تېرو څو ورځو کې د دې ولایت یو شمېر سیمې  زلزلې ولړزولې او له امله یې زرګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته نو د بیا احتمالي زلزلو د پېښېدو او د زندانیانو د خونديتوب په هدف مو یاد قدم پورته کړ.
داراز، نوموړو مسولینو د زندانیانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې دوی د احتمالي زلزلو  لپاره پاخه تدابیر نیولي او زندانیان یې امن ځایونو ته انتقال کړي. 
د یو بل خبر له مخې د بامیان په زندان کې د هرات د زلزلې د قربانبانو او  د افغانانو د اتفاق او یووالي لپاره د قران کریم ختم ترسره او د خیر دعاوې وشوې.
داراز، د یاد زندان مسوولینو له لوري د هرات زلزله ځپلو سره د همکارۍ په موخه نقدي مرسته راټوله او د یاد ولایت مقام ته یې تسلیم کړه څو د قربانیانو کورنیو ته یې ورسوي. 

ربیع الاول ۲۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS