د میدان وردګ د زندان یوه پلاوي د دې ولایت د جلرېز ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړه

news_admin
Tue, Oct 10 2023 11:43 AM
میدان وردک

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ولایت د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د جلرېز ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته وخت کې، پلاوي د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې، د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.

ربیع الاول ۲۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS