د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په ناسته کې پر یوشمېر مهمو مسایلو بحث وشو

news_admin
Sat, Oct 07 2023 3:37 PM
شورا

دغه ناسته، چې نن( شنبې) د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او د مرکزي ادارو د رئیسانو او امرینو په ګډون جوړه شوې وه،  په کې ادارې د رهبرۍ له خوا د بګرام د محبس د تشکيل او د چارو د ښه سمون،  د روغتیا او د ماشومانو د اصلاح او روزنې په اړه بحث وشو او د کار لا ښوالي  لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادراې عمومې رئیس محترم مولوي محمدیویسف مستري اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د روغتیا، او د ماشومانو د روزنې په برخو کې پاملرنه زیاته او ټولې چارې دې لا نورې هم په معیاري ډول سمبال شي.
په ورته وخت کې ، د غونډې پرمهال، یو شمېر مسوولینو هم په اجنډا کې د شاملو یوشمېر نورو مسایلو په هکله خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس له خوا یې تر اورېدو وروسته، د شرعې اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

ربېع الاول ۲۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS