د بامیان ولایت د مرافعې محکمې او د یوناما څخه راغلو پلاوو د یاد ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Oct 05 2023 12:10 PM
bamyan

د بامیان د زندان مسوولینو تېره ورځ د دې ولایت د مرافعې محکمې څخه راغلي پلاوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له استازي ښاغلي کلراک سره ولیدل او د زندانیانو د جرمي دوسیو د څېړلو د هغوی د ژوندانه د وضعیت او د بشري حقونو د خوندیتوب په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوو د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی لپاره یې د ښو خدماتو او اسانتیاوو  د رامنځته کولو په موخه له مسوولینو د مننې ترڅنګ، له خپله اړخه هم ورسره د نورو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.   

ربیع الاول ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS