د غزني ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د مقر، قره باغ او ګیلان ولسوالیو له توقیفخونو ليدنه وکړه

news_admin
Thu, Oct 05 2023 12:06 PM
yckd

د دې ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د مقر، قره باغ او ګیلان ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی په خپلو خبرو کې د مسوولینو له خوا د ښه چلند او برابرو شویو اسانتیاوو له امله د مننې ترڅنګ، ځینې مهمې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لا نورو لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته مهال، یاد پلاوي د غزني ولایت د مقر، قره باغ او ګیلان ولسوالیو له ملکي او نظامي مسوولینو سره له نږدې وکتل او دواړو خواوو د دې ولسوالو د توقیفیانو د ستونزو د حل په موخه سلا مشورې وکړې.

ربیع الاول ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS