د کابل ولایت د څرخي پله د ښځینه مرکزي محبس کارکوونکو او زندانیانو د ښوونيزې برنامې په ترڅ کې، غوره زده‌کوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول

news_admin
Wed, Oct 04 2023 9:59 AM
اناثیه

د زندانونو چارو د سمون اداري له لوري د افغانستان په بیلابیلو زندانونو کې د پرسونل او زندانیانو لپاره، ديني او عصري زده‌کړو د روان بهير په لړ کې دا ځل د څرخي پله ښځینه مرکزي محبس کارکوونکو او زندانیانو ته د زده‌کړو پر دوام، د دې زندان غوره زده‌کوونکو ته د ښې وړتیا او د ښځینه استادانو د ښه تدریس په موخه، د ښځینه مسوولینو له لوري ورته ستاینلیکونه ورکړل شول.
د یادولو ده چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لخوا د کابل ولایت د څرخي پله په ښځینه مرکزي محبس کې د باتجربه ښځینه استادانو پر مټ د محال ویش سره سم، ښيځینه محبوسینو او کارکوونکو ته په معیاري ډول زده‌کړې ورکول کیږي.

ربیع‌الاول ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS