د د زندانونو چارو د سمون ادارې او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د خدماتو، تدارکاتو، مالي او حسابي، اقتصادي برنامو او د ازادۍ د سلب ریاستونو مدیرانو ته تدارکاتي بهیر او د غذايي چینل د مدیریت په اړه د عامه پوهاي یو ورځنۍ سیمینار ترسره شو

news_admin
Tue, Oct 03 2023 3:17 PM
غونده

په دغه سیمینار کې ، د یادو ریاستونو مدیرانو ته ، د تدارکاتي بهیر او د غذايي چینل د مدیریت په اړه عامه پوهای ورکړل شو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم سید احمد "اسحاقزي" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د یاد سیمینار د پرانیستنې پرمهال د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس  راغلیو مسوولینو ته د ښه راغلاست وویلو ترڅنګ نوموړی سمینار د اداري چارو د پرمختګ او د کارکوونکو د وړتیا په لوړولو کې مهم یاد کړ.
په ورته وخت کې د یاد سیمینار د ښوونکو له لوري ګډونوالو د تدارکاتي بهیر او د غذايي چینل د مدیریت او هغوی سره د مسوولینو د همکارۍ  په اړه معلومات او عامه پوهاوی ورکړ شو.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون اداره د نارینه او ښځينه بندیانو او محجوزینو لپاره پروخت، مناسبو، ګټورو او د یوې معیاري مینو پربنسټ د خوړو برابرولو، د درملو، پاکي او د انساني حقونو ادا کولو ته ژمنه ده او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ربیع الاول ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS